د کابل ښاروالۍ د پراختیایي پروګرام (KMDP) له لوري په یولسمه ناحیه کې د یوه ښځینه مارکیټ د جوړېدو د امکان سنجونې د مطالعې په موخه د سروې کار پیل شو. دا سروې په یولسمه ناحیه کې د ښځینه مارکیټ د کمیت او کیفیت په اړه د تجارت پیشه ښځو د نظرونو د راټولولو په موخه شوې. ټاکل شوې چې دغه مارکیټ په یولسمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ پراختیایي پروګرام (KMDP) له لوري د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د اشتغال زایی – کارموندنې پروژې د څلورمې برخې په اډانه کې، چې د کابل ښاروالۍ له لوري تطبیقېږی، جوړ شي.
د کابل ښار په یولسمه ناحیه کې د یوه ښځینه مارکیټ د جوړېدو د امکان سنجونې د مطالعې کار پیل شو
19 جدی 1398