د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د لارښوونې پر اساس د ننګرهار د کرنې له ریاست سره په همغږۍ د دغه بنسټ د سمسورتیا مسوولانو په یوه کاري سفر کې د نیالګیو اېښودلو موسم لپاره په دغه ښار کې د کابل ښاروالۍ د نیالګیو د روزنې په موخه پر مشخصو حللارو او تدابیرو بحث او خبرې وکړې. د کابل ښاروالۍ د سمسورتیا ریاست مرستیال رفیع الله رحمیزي په دې اړه څرګندوي چې د ښار د لا ښکلا او غوړېدنې او د نیالګیو اېښودو لپاره له څه مودې راهیسې د پغمان د نیالګیو د روزنې د فارم تر څنګ د جلال اباد ښار په جوی هفت ساحه کې د کابل ښاروالۍ په اړوند فارم کې د ۲۵ زره نیالګیو د روزنې کار روان دی. په دغو نیالګیو کې مورپان، چنار، ناجو، دیوار بید او ډول ډول ګلونه شامل دي چې په معیاري او مډرن ډول د ودې په حال کې دي. ټاکل شوې ده چې د نیالګیو اېښودلو په فصل کې په سړکونو، پارکونو، ګلدانونو، غونډيو او د ښار د ناحیو په نورو مهمو ځایونو کې کېښودل شي او د ښار د ښکلا او غوړېدنې لامل شي او له بلې خوا د سمسورتیا پراختیا، د هوا د ککړتیا د کموالي لامل هم کېږي.
 د ننګرهار ښار د نیالګیو په فارمونو کې د کابل ښاروالۍ د ۲۵ زره نیالګیو د روزنې کار روان دی.
21 جدی 1398