د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په ښاري چارو کې ونډه اخیستل او مشارکت د کابل د خلکو پخوانی فرهنګ دی، چې پخوا د کابل خلکو د خپلو بامونو واورې سړکونو او پلو لارو ته نه غورځولې!

22 جدی 1398

 

کابل ښاروالي په ښار کې د وروستیو واورو په تعقیب د ښاریانو او ښاروالۍ تر منځ د فرهنګ د راژوندي کولو په موخه غواړي چې د خپلو بامونو او ملکیتونو په ځانګړې توګه د دوکانونو واوره سړکونو، کوڅو او پلو لارو ته راونه غورځوي؛ ځکه دا کار د سړکونو او کوڅو د لا زیات یخ کېدو لامل کېږي او نور ښاریان له ستونزو سره مخ کوي.  دغه بنسټ د وضعیت د کنټرول لپاره خپله وروستۍ هڅه کړې او د ستونزو د حل لپاره یې له خپلو سرچینو اعظمي ګټه اخیستې ده او لا هم دغه کار ته دوام ورکوي، چې پر واورو پاکولو سربېره یې د ښار پر عمومي سړکونو رېګ شیندلی دی، څو د لارو د یخ کېدو مخه ونیسي. باید له یاده ونه باسو چې یو بل ته لاسونه ورکړو او د سړکونو او پلو لارو په پاکولو او واورو توږلو او د ښار په ابادۍ کې خپله اخلاقي او انساني وجیبه ادا کړو.