د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي رياست د توليد او تدوين اسټديو پرانيستل شوه

24 جدی 1398

د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي د ریاست د تولید او تدوین اسټدیو، چې په پرمختلولو او عصري وسایلو سمبال ده، په مالي او اداري چارو کې مرستیال ښاروال سید الرحمن جلال او په کلتوري او ټولنیزو چارو کې مرستیال ښاروال د سرڅیړونکي مرستیال محمد فاضل شریفی له خوا، په داسې حال کې چې د نشراتو او عامه پوهاوي، د پانګو د جذب او د (MIS) ریسان هم حاضر وو، د پټۍ په پریکولو سره پرانیستل شوه. د دغې اسټدیو د پرانیستلو پر مهال ښاغلي جلال د خپل خبرو په ترځ کې د نشراتو او عامه پوهاوي د ریاست له هلو ځلو څخه، چي د عامه پوهاوي او د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو د پر خپل وخت نشرولو په مخه یی تر سره کړي ستاینه وکړه او وویل: په نیږدې راتلونکي کې به که خداې کول د کابل ښاروالۍ راډیو به هم فعاله شي. همدا راز په کلتوري او ټولنیزو چارو کې مرستیال ښاروال د سرڅیړونکي مرستیال محمد فاضل شریفی، د کابل ښاروال او د دغه ارګان له نورو چارواکو څخه چې، په دي برخه کې یې له هیڅ راز مرستو څخه ډډه نده کړې مننه وکړه او د نورو پرمختګونو او لاس ته راوړنو ژمنه یې هم وکړه.