الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې د هوا د ککړوونکو د سرچینو بندول دوام لري

30 جدی 1398

د کابل ښاروالۍ، د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې او د کابل ولایت امنیه قواماندانۍ ګډ پلاوي د کابل ښار د درېیمې او څلورمې ناحیې د سون سیستم څارنه وکړه.  ګډ پلاوي د ښاریانو له لوري د تر لاسه شوو شکایتونو پر اساس، د ۲۴ محلونو د مرکز ګرمیو او سون سیستم د فعالیت چې حمامونه، ودانۍ، روغتونونه او رستورانتونه پکې شامل دي، څارنه وکړه؛ چې د یوه حمام، اتلسو ودانیو، یوه روغتون او یوه رستورانت څارنه وشوه، دوې ودانۍ وتړل شوې او د یولسو نورو محلونو له خاوندانو څخه د سون سیستم د معیاري کولو ژمنه واخیستل شوه او یولسو نورو محولونو له څارنې وروسته د خپلو مرکزګرمیو او سون سیستم اصلاح کړی دی.  همدارنګه دغه څارنه دوام مومي او له سرغړوونکو سره قانوني او جدي چلند کېږي.