د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دڅلورمې، یولسمې او پنځلسمې ناحیو اتو اصلي او ارتباطي سړکونو د جوړېدو کار

1 دلو 1398

د ملي یووالي حکومت په جوړېدو او د سترو ښاري ستونزو په درک کابل ښاروالۍ زیات مسوولیت واخیست، د ښار پر زیاتو ستونزو سربېره نن کابل ښار د یوه پایدار ښار پر لور حرکت پيل کړی دی، په مختلفو برخو کې لومړني پروګرامونه ترسره شوي دي او د ډېری دغو پروګرامونو عملي کار پيل او ځينې یې بشپړ شوي دي. 

سړک د ښار د اقتصادي او ټولنیزې ودې د اصلي رګ حیثیت لري، له بله اړخه خامه سړکونه تل د مسوولانو او ښاریانو د ځورونې او اندیښنې لامل وو، له دې ډلې د خیرخانې سړکونو ته ستاسو پام رااړوو چې د خیرخانې سړکونه هغه لومړني سړکونه دي چې په څو وروستیو کلونو کې کابل ښاروالۍ جدي پاملرنه ورته وکړه او په خپل لومړیتوب کې یې ونیول، د کابل د شمال اته اصلي او مهم سړکونه یې په اساسي ډول جوړ کړل، چې ځينو ته یې حتی په تېرو ۱۵ کلونو کې هېڅ پام نه و شوی. له دې ډلې په تېر کال کې څلور سړکونه یې یعنې له درېیم پروان څخه تر تنظیف څلورلارې، له تنظیف څلورلارې تر لب جر، له لب جر څخه تر ۵۰۰ فامیلي او د پارک له ګولایي څخه تر خشت هوختیف او همدارنګه څلور نور مهم سړکونه له تایمني څلورلارې څخه تر تنظیف څلورلارې، له تنظیف څلورلارې تر قلعه نجارها څلورلارې، له قلعه نجارها څلورلارې تر میرزا عبدالقادر بیدل سړک او له سرای شمالي څخه د قلعه نجارها د ګولايي تر لومړۍ حصې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي. 

تمه کېږي چې د ښار خلک د خپلې ښاروالۍ تر څنګ ودرېږي او خپله انرژي د ښار د ستونزو پر رفع کولو ولګوي، څو ښاروالي خپلو شریفو خلکو ته په لاچټکۍ خدمتونه وړاندې کړي. 

دغه سړکونه شاوخوا ۱۲ کیلومتره اوږدوالی او ۳۶، ۳۰ او ۲۰ متره سور لري؛ چې ویالې، پلې لارې، ګلدانونه، نیالګي، د سړکونو روښنايي، د پلو لارو لپاره ترافیکي دهلېزونه، د بایسکل خطونه، د ترافیکي نښو نصب، تمځایونه او د وسایطو او تګ راتګ خوندي تاسیساتو جوړول پکې شامل دي.

د کابل د شمال خلک د دغو سړکونو له جوړېدو مخکې له ګڼو ستونزو مخ وو لکه ښاري ترانسپورت ته نه لاسرسی، په ژمي کې خټې او په نورو موسمونو کې خاورې او دوړې او نورې ستونزې. د دغو سړکونو په جوړېدو او له هغو څخه په ګټه اخیستنه پر ګڼو ټولنیزو او اقتصادي اسانتیاوو سربېره د همېشنۍ پراختیا او سوکاله ژوند اسانتیاوې رامنځته شوې او اړوندې ساحې پر پراختیا موندلو او منظمو ساحو بدلې شوې دي.