الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

‎د څرخي پله سړک اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره د کابل ښاروالۍ اقدامات

1 دلو 1398

 

د کابل ښاروالۍ برخې د څرخي پله ساحو د ستونزو د رفع کولو لپاره ګومارل شوې وې، څو د هغو ساحو د اوسېدونکو ستونزې د دغه بنسټ د اساسي پروګرامونو تر پلي کېدو پورې ژر تر ژره حل شي. د ساحې د یخکو او اوبو د پاکولو لپاره ماشینري او همدارنګه د هوارولو په موخه په ژورو ځایونو کې یوه اندازه مواد تنظیم کړل شول. هممهاله یو ټیم د جغل اچولو او سړک د ساختمان د سروې د اساسي کار لپاره وګومارل شو، چې نن یې کار بشپړ او راپور یې وړاندیز کړ. لومړني کارونه لکه د یخکونو تراشل، د سړک پاکول او د سروې چارې هم نن بشپړې شوې او نور کارونه سر له سبا په اساسي ډول پيلېږي.‎