د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هېواد د ولسمشر او کابل ښار اوسېدونکو ملاتړ زموږ پروژې چټکې او په اغېزمن ډول اجرا کوي

2 دلو 1398

د د ولسمشر او اتمې، دولسمې او دوه ویشتمې ناحیې اوسېدونکو په ملاتړ د ۳.۹ کیلومتره په اوږدوالي او مختلفو عرضونو له سیاسنګ نقلیې څخه د بګرامیو تر نساجۍ پورې د کارته نو سړک د جوړولو او قیر اچونې کار او همدرانګه په پاخه او اساسي ډول د نساجي – بګرامي مسیر د سړک جوړونې پروژه، چې تېر کال بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه، دغه بنسټ یې بیخ بنسټي کارونو په ځانګړې توګه د سړکونو جوړولو او رغولو ته لا وهڅاوه، چې له نېکه مرغه په روان کال کې یې د ښار نږدې ۱۰۰ کیلومتره اصلي او فرعي سړکونه رغولي او جوړ کړي دي.  د یادونې وړ ده چې د بګرامي او سید نور محمد شاه مېنه د اقتصادي دهلېز حیثیت لري، چې هلته د سطحي اوبو د مدیریت په موخه د درې کیلومتره په اوږدوالي د اوبو د یوه ستر کانال او نورو نښلوونکو کانالونو په جوړېدو پر دغه سړک د اوبو د ډنډ کېدوستونزې حل شوې دي.