د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د یونسیف له فرهنګي رییس سره په کابل کې د پنځو فرهنګي مرکزونو د تاسیس لپاره لیدنه وکړه

3 دلو 1398

کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز په خپل کاري دفتر کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د کابل د عامه کتابتون رییس او د کابل ښاروالۍ د فرهنګي مسوولانو په ګډون د یونسیف دفتر له فرهنګي رییس فلیپ لامغي سره په ۲۰۲۴ کې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه د کابل ښار د انتخابېدو په اړه د ښار په پنځو زونونو کې د فرهنګي مرکزونو په جوړولو بحث وکړ.

په دغه لیدنه کې کابل ښاروال په کابل ښار کې د تاریخي او اسلامي ارزښتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل: موږ په خپلو پراختیایي پلانونو کې فرهنګي او د اسلامي تمدن میراثونو ته لومړیتوب ورکړی دی او د ښار په پنځو زونو کې به د فرهنګي مرکزونو د جوړولو لپاره مناسب ځایونه وټاکل شي، ترڅو زموږ ښاریان له دغو مرکزونو څخه سمه او غوره ګټه واخلي. 

ورپسې د یونسیف دفتر فرهنګي رییس د ښار په مختلفو په زونونو کې د فرهنګي مرکزونو د تاسیس په برخه کې د دغه دفتر د همکارۍ ژمنه وکړه او د فرهنګي مرکزونو په جوړولو کې یې د کابل ښاروالۍ له ملاتړه خوښي څرګنده کړه. 

په پای کې تصمیم دا شو چې د ښار په مختلفو په زونونو کې د فرهنګي مرکزونو د تاسیس، مدیریت او جوړولو د څرنګوالي په برخه کې د کابل ښاروالۍ، یونسیف دفتر او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر منځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک او په دې برخه کې عملي او مهم ګامونه واخیستل شي.

د یادونې ده چې کابل ښاروال د فرهنګي مرکزونو د طرحې او پلان په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ چې د قطر د شاهي دولت په ۴۰ میلونه ډالري مرسته جوړېږي، له یونیسف څخه هم همکاري وغوښته چې مقابل لوري هم دغه کار ته چمتووالی ښودلی.