الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار ۲۲مې ناحیې په ۳ ګذرونو کې د کانال جوړونې چارې پیل شوې.

3 دلو 1398

کابل ښاروالۍ نن د ښار د متوازن انکشاف اصل ته په پام د ۲۲مې ناحیې اړوند ۳ ګذرونو کې د ۱۲۸۶ متره اساسي کانال د جوړولو چارې پیل کړې.

د پرانیستې په دغو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معین سیدالرحمن جلال، د ناحیې رئیس او ګڼو اوسېدونکو ګډون کړی و.

د دغه کانال په جوړېدو سره به د سطحي اوبو د ډپ کېدو له کبله ۲۳۰۰۰ کورنیو ورپېښې ستونزې هوارې شي.

د یادونې ده چې کابل ښاروالۍ په روان ژمي کې د دغه کانال لپاره کیندنې کوي او پاتې کارونه به یې د هوا د نورمال حالت ته راګرځېدو سره سم پیل شي.