د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د سړک جوړونې پروژې

7 دلو 1398

د کابل ښاروالۍ د ۱۳۹۸ کال د پلان پر اساس په دې ناحیه کې د پروژو لنډه یادونه کوم چې له قرغې څخه تر کمپنۍ د نښلوونکو سړکونو د جوړولو کار، چې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون څخه تر سپين کلي او سیلو سړک پورې، سپين کلي له دېوان بیګي او د دېوان بېګي شمال پورې نښلوي، ټول اوږدوالی یې څلور کیلو متره او سور یې ۳۰ او ۴۰ متره دی، کار یې دوام لري او ټاکل شوې چې ژر تر ژره به د هوا په ګرمېدو بشپړ شي، چې د دې ناحیې په پراختیا او وده کې مهم او اساسي کارونه ګڼل کېږي، چې په لاندې ډول دي:

• د خوشحال خان مېنې په الف ساحه کې د سړک ساختماني پروژه چې (KM۳.۹۶۱) اوږدوالی او ( 26 تر40) متره سور لري او د قیر پوښښ، ګلدان او د سړک د غاړو لښتي پکې شامل دي.

• د خوشحال خان مېنې پروژې د ب او ج ساحې د نښلوونکي سړک ساختماني پروژه، ۱.۷ کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، چې د قیر پوښښ، ګلدان او د سړک د غاړو لښتي پکې شامل دي.

• د خوشحال خان مېنې پروژې د الف، ب او ج ساحې د پلو لارو د پوښلو ساختماني پروژه.

• د خواجه جم ولي سړک د کانکرېټ اچونې ساختماني پروژه.

• د خوشحال خان مېنې د ب ساحې د قلعه وزیر سړک ساختماني پروژه.

• د خوشحال خان مېنې د ب ساحې د پارک جوړولو ساختماني پروژه.‎

• په ۶ او ۳۵ ګذر کې د 6291 متره مربع په مساحت پارک جوړولو پروژه، چې د ماشومانو د لوبو میدانونه او د یوه پارک ټول جزیات پکې شامل دي.

• په ۲۰ ګذر کې د 892 متره په اوږدوالي او ۴.۵ متره سورور سړک د کانکرېټ اچونې کار

• په ۲۰ ګذر کې د ۷۳۷ متره په اوږدوالي د کانال ساختمان

• په ۲۱ ګذر کې د 574 متره په اوږدوالي او ۴ او ۵ متره سورور د کانکرېټ اچونې کار او همدارنګه په دغه ګذر کې 574 متره اوږده کانال جوړول.

• په ۲۲ ګذر کې د 561 متره اوږده او 3.6 متره سورور سړک د کانکرېټ اچونې کار او همدارنګه د ۵۶۱ متره اوږده کانال جوړول.

• په ۲۳ ګذر کې د ۵۱۱ متره اوږده او ۴ او ۵ متره سورور سړک د کانکرېټ اچونې کار او د ۵۱۱ متره اوږده کانال جوړول.

• په ۱۲ ګذر کې د ۵۸۳ متره اوږده او 5.4 متره سورور سړک د جوړولو کار او په دغه ګذر کې د 1038 متره اوږده کانال جوړول.

• په ۱۵ ګذر کې د ۱۱۶۱ متره اوږده او 4 متره سورور سړک د جوړولو کار او په همدغه ګذر کې د ۹۴۴ متره اوږده کانال جوړول.

د یادونې وړ ده چې پورتنۍ پروژې ځينې بشپړې شوې او ځينې نورې تر کار لاندې دي، چې د یخنۍ له امله یې اوس کار درېدلی او کله چې هوا ګرمه شي د پاتې هغو کار به یې هم ژر تر ژره بشپړ شي.