د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ پروژو ډیزاین د معیاري پراختیا له لید څخه ارزول شوی او بحث پرې شوی.

6 دلو 1398

 

په راروان کال کې د مطلوب او دوام لرونکي ښار لپاره د سرکونو ښه ډیزاین ، ښاري دهلیزونو ( د سرکونو سره وصلوونکو شبکو ) ، او ښارګوټو جوړول په ځانګړې توګه د ښاري ډیزاین غوره مدیریت په لور حرکت وشو . نن د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز تر مشرۍ لاندې د فني او تخنیکي څانګو فعالیتونه وارزول شو او پرې بحث وشو. کابل ښاروال په داسې حال کې چې د پلانګذارۍ او توسعې مرستیال ډاکټر صدرالدین تاجک هم شتون درلود ، په پرمختللو معیارونو او په ښه مدیریت کولو سره غوښتنو ته ځواب ورکولو ، د ښاري زېربناوو جوړولو په ځانګړي ډول د ښارګوټو معیاري کولو ، سرکونو، پارکونو جوړولو او نورو پروژو پلي کېدو باندې تاکید وکړو. د کابل ښاروال له طرحو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته اړونده برخو باندې ټینګار وکړو تر څو پلانونه او برنامې ترتیب کړي او د پاملرنې تر څنګ په معیاري ډیزاینونو کار وکړي او تر څنګ یې د کار عملي کولو ته ګړندیتوب ورکړي تر څو په 1399 کال کې په ژورې پاملرنې سره مؤثره کارونه تر سره شي او کابل ښار په یو باثباته او ښاري اسانتیاوو درلودونکي ښار بدل شي