د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ماسټر پلان (د ښاري طراحۍ اډانه) د شرحې مطابق د ناحیو د متوازنې پراختیا اصل د کابل ښاروالۍ کاري لومړیتوب و، چې د هغه پر اساس په ۱۳۹۸ کې په ۱۳مه ناحیه کې د سړک جوړونې پروژې په لاندې ډول دي

8 دلو 1398

• د شهید مزاري سړک د جوړولو ادامه، چې 3.791 کیلومتره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري.

• د عرفاني ۴۰ متره سړک ساختمان، چې ۲.۷۵ کیلومتره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري.

• د امام مهدیه سړک ساختمان، چې ۲ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره سور لري.

• د قرآن‌کریم زیارت سړک جوړول، چې ۴.۲ کیلومتره اوږد او ۷ متره سورور دی.

• چهل دختران سړک چې ۴.۲ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره سور لري.

• د دوازده امام سیمې سړک جوړول، چې ۳.۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره سور لري.

• د قافله باشي ګذر د رغونې پروژه، چې ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۳ او ۵ متره سور لري.

• د قلعه سلطان ګذر د درېیمې برخې د رغونې پروژه، چې ۱۳ کیلومتره اوږدوالی او ۳ او ۵ متره سور لري.

• د دوازده امام سړک جوړول، چې ۲.۳ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري.

• د مهدیه ښارګوټي د ۵۱ سیمو سړک جوړول، چې ۷۷۶ متره اوږدوالی او ۴ او ۶ متره سور لري.

• د جاغوري ښارګوټي په ۱۲ ګذر کې د ۷۵۰ متره په اوږدوالی او ۳ او ۵ متره سورور سړک جوړول

• د ۳۶ ګذر د معرفت سړک جوړول، چې اوږدوالی یې ۶۰۰ متره او سور ۶ متره دی.

• په معرفت ګذر کې د سړک جوړول، دویمه برخه، چې 932 متر اوږدوالی او 6 متره سور لري.

• په درېیم ګذر مهتاب قلعه گولايي کې د سړک جوړول، چې 981 متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري.

• په اوم ګذر (د دوازده امام ښارګوټي) کې د رغونې پروژه، چې ۱.۲ کیلومتره اوږدوالی او ۵ متره سور لري.

• د لسم ګذر (نقاش تمځي) د رغونې پروژه، چې ۶۱۵ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري.

• په دوازه امام ښارګوټي کې د سړک پروژه، چې ۴۶۰متره، ۶۱۳ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري.

د یادونې وړ ده چې پورتنۍ پروژې ځينې بشپړې شوې او ځينې نورې تر کار لاندې دي، چې د یخنۍ له امله یې اوس کار درېدلی او کله چې هوا ګرمه شي د پاتې هغو کار به یې هم ژر تر ژره بشپړ شي او له هغې جملې د سترو پروژو لکه د شهید مزاري د سړک ساختمان ادامه او د عرفاني سړک جوړل او اساسي ساختمان او د هغه پر سر خنډونه لرې کړل شوي او په راتلونکي کال کې به بشپړې شي.