الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ښاري بې‌نظمیو څخه د دولسمې ناحيې ځينې مختلفې پاکې شوې

9 دلو 1398

‎ د دولسمې ناحیې په مختلفو برخو کې د ګڼې ګوڼې د کمولو د مناسبو حللارو د عملي کولو په موخه تېره ورځ د ناقانونه غرفو د ټولولو، د پلو لارو د خنډونو د لرې کولو، د دوکانو په مخ کې د مالونو او ګرځنده کراچیو د ټولولو کار ترسره شو او ګرځنده پلورونکو او کراچیو د ستونزو د حل په موخه د ناحیې مسوولانو دوی په هغو ساحو کې تنظیم کړل چې د سړکونو د بندښت لامل نه شي، چې په پایله کې په هغه ناحیه کې مختلف مسیرونه پاک کړل شول. د یادونې وړ ده چې کابل ښاروالي د سړکونو ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د ګرځنده پلورونکو او کراچیو د پاکارۍ پروسه او دوی ته د ښار په نورو ساحو کې ټاکلی ځای مشخصول دوام لري، ترڅو کابل ښاریانو ته د ښاري ترافیکو اسانتیاوې چمتو شي.‎