د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د نړیوال بانک استازي سره د دندو فرصتونو په اړه ولیدل .

8 دلو 1398

د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز په خپل کاري دفتر کې د سوداګرۍ ښه والي او جوړونې په برخه کې د مېرمنو لپاره د سوداګرۍ بازارونو او د کارموندنې زیاتو فرصتونو رامینځته کولو د کارموندنې EZ/KAR پروژې په چوکاټ کې د نړیوال بانک استازي ښاغلي جان له یو بل سره په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ د سرمایو د جذب او پراختیا رئیس هم شتون درلود ، بحث او نظرونه شریک کړل .

کابل ښاروال په بېلالېلو زونونو کې د کارموندنې د طرحې او ساحو مشخصولو په برخه کې ، په خاصه توګه د مېرمنو مارکیټونو ، د سوداګریزو ساحو جوړول او بیا رغولو چې پکې د کابل منډوي هم شتون لري ، په پنځمه ناحیه کې د نخاس رغونه او په نورو بېلابېلو ناحیو کې د مېرمنو مارکیټونو جوړولو لپاره خپل چمتووالی وښود او ویې ویل!

د پانګونې ودې او ښار اقتصاد لپاره په خپلو برنامو کې خاص ځای لرو تر څو د هرې ممکنې لارې د کورنیو او متشبیثینو اثتصاد لپاره فرصتونه چمتو شي.

ورپسې د نړیوال بانک استازي وویل !چې د EZ/KAR  کارموندنې پروژه په افغانستان کې یوه له پرمختیایي پروژو څخه ده چې د نړیوال بانک لخوا پر مخ وړل کېږي او هدف یې د چاپېریال او زېربناوو پیاوړي کول دي تر څو په افغانستان کې اقتصادي فرصتونو ته وده ورکړي او دا په کابل کې ده.

هغه په دغه برخه کې د کابل ښاروال له چمتووالي څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې نړیوال بانک به په کابل ښار کې د پانګونو پروژو پلي کولو ته لا زیات چمتووالی ولري . 

د یادونې وړ ده چې په کابل ښار کې 17 مارکیټونه په نښه شوي ، هغه جوړ اوبیا رغول شوي .

او د څلورو مارکیټونو مالیکیت چې په کابل منډوي ، دوهمه ، یوولسمه ، او اتمې ناحیو کې د مېرمنو مارکیټونه دي پېژندل شوي 

د دوی د مطالعاتو او اړتیاوو ارزونې او همدارنګه یې د سروی او ډیزاین په برخه کې پرمختګ شوی.