الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

‌ د پډولې پروژې د اصلي سړک د ساختمان کار او تطبیق د کابل ښاروالۍ د ۱۳۹۸ کال یوه لاسته راوړنه ده

11 دلو 1398

د قانون په رڼا کې ټول مسوولیت لري چې د سوکالۍ او اسانتیا لپاره ټول د قانون پيروي وکړي، خو په استملاکي پروسه کې د استملاک قانون د ځينو بندونو د نه منل کېدو له امله د ښار ځينې مهم او پراختیايي سړکونه د ښار د ماسټر پلان مطابق زیات وخت نیسي او ځينې وخت د کار د ځنډېدو لامل کېږي. کابل ښاروالۍ د ښار د پراختیایي سړکونو له جملې څخه په اومه ناحیه کې په ۲.۷ کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ متره سور د پډولې پروژې د اصلي سړک کار او ساختمان بشپړ کړ؛ خو د دې پروژې د ځنډېدو یو لامل د دغه سړک تر استملاک لاندې کورونو د استملاک پروسه وه، چې د ځينو کمو کورونو خاوندانو د استملاکي قوانینو د نه منلو له امله یې کار وځنډېد.