د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر د ختیځ د پراختیا لپاره ګډه ناسته وشوه

12 دلو 1398

نن د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرافراز په مشرۍ د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د ختیځو ساحو د پراختیا په اړه د کابل ښاروالۍ، ملي دفاع وزرات، کورنیو چارو وزارت، امنیت شورا او د ځمکو ادارې تر منځ ګډه ناسته وشوه. لومړی کابل ښاروال د هوايي ډګر د ختیځو ګدامونو د استملاک او بدیل په اړه د چمتو شوو املاکي طرحو او پلانونو په اړه ارزونه وکړه، چې ټاکل شوې د کابل د هوايي ډګر د امنیت د ټینګښت لپاره له وزیراباد کانال څخه د پنځمې کوڅې تر مخامخ د تېلو ټانګ پورې مالګدامونه، فابریکې، کانتینرپلورنځي، سرایونه او ورکشاپونه او د میدان پر لور له دسپیچري سړک څخه د هوايي ډګر تر احاطې پورې فابریکې د ولسمشرۍ ریاست او امنیت شورا د هدایت پر اساس او د ځمکو ریاست او کابل ښاروالۍ په همکارۍ د ملکیتونو خاوندانو ته د بدیلو ځایونو د توزیع کولو د استملاک کار، چې مخکې بدیله ساحه په پام کې ورته نیول شوې، پيل شي. کابل ښاروال په ۱۹مه ناحیه کې د هودخېلو بدیلې ساحې ته د سرایونو، فابریکو او مالګدامونو د انتقال په برخه کې د تفصیلي پلان مطابق د بدیلې ساحې د هوارولو او د هغې د سړک جوړولو چارې، د ګدامونو او فابریکو له مالکانو سره په تفاهم اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه او د دخیلو ادارو تر منځ یې د همغږۍ پر اصل ټينګار وکړ.