الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ په شپږمه ناحیه کې د غږیزې ککړتیا راکمولو په موخه د لاسي توکو خرڅوونکو ، مغازو او رسټورانټونو د لاوډ سپیکرونو راټولولو عملیات په لاره واچول.

12 دلو 1398

د نن  ورځې کمپاین په جریان کې د کابل ښاروالۍ چارواکو او مدني ټولنې سازمانونو څخه د یو شمېر رضاکار ځوانانو په شتون سره د شپږمې حوزې له یو شمېر بازارونو څخه لسګونه لاوډ سپیکرونه راټول کړی شو. د کابل ښاروالۍ هوډ لري چې د ښار په ټولو سیمو کې د غږیزې ککړتیا پر وړاندې اقدام وکړي او یواځې د ښار مرکزونه د لوړ شور ساحه نه ده بلکې لاسي توکي پلورونکي په کوڅو کې هم ورته عمل تر سره کوي چې په دغه کار یې د خلکو ارامتیا زیانمنه کړې ده. غږیزه ککړتیا انسان او یا هم ژوندي سري له مینځه نه وړي مګر د اورېدو حس کمزوری کوي او هم د عصبي نارامیو لامل ګرځي. له دې امله باید لاس په کار شو او د غږيزې ککړتیا مخه ونیسو . د کابل ښاروالۍ به له سرغړوونکو سره قانوني کړنې تر سره کړي.