الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سوداګریزو ودانیو ، جواز ورکولو ، کاري پروسیجرونو د لنډولو او اصلاح کولو په اړه ناسته تر سره شوه.

12 دلو 1398

د کابل ښاروالۍ ، اقتصاد وزارت او اجرائیه ریاست غړو تر مینځ د ودانیو جواز ساده کولو په اړه ناسته تر سره شوه چې پکې د نړیوال بانک د ګمارنې پروژه هم شامله وه په دې ناسته کې د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال محمد اسماعیل، د کابل ښاروالۍ د ښاري توسعې او پلانکذارۍ مرستیال ډاکټر صدرالدین تاجک او د اجرائیه ریاست غړو د ودانیزو جواز ورکولو پروسې ساده کولو باندې بحث وکړو او له یو بل سره یې خپل نظرونه شریک کړل . د کابل ښاروال په ګوته کړه چې په تېرو نهو میاشتو کې د ښاریانو کاري اسانتیاوو برابرولو په ځانګړې توګه ودانیو ته د جواز ورکولو په برخه کې ډېر څه شوي او د دې پروسو یوه برخه د لا ښه والي لپاره دوام لري . د ګمارنې (EZ-Kar) پروژه ، په افغانستان کې یوه له پراختیایي پروژو څخه ده چې د بهرنیو چارو ، اقتصاد وزارتونو او کابل ښاروالۍ لخوا پلي کېږي او له دې کار څخه یې هدف په هیواد کې د چاپېریال او زېربناوو پیاوړتیا او اقتصادي وده ده.