د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل اوسېدونکو ته ښه خبر:

13 دلو 1398

له سرای شمالي چوک څخه تر مزار هډې پورې د کابل‌ـ‌‌‌‌‌شمال اصلي سړک په مډرن او اساسي ډول جوړېږي! د کابل شمال سړک چې یو مهم سړک، اقتصادي دهلېز او له شمالي ولایتونو سره د کابل نښلوونکی ټکی ګڼل کېږي؛ د دغه سړک د استهلاک او له حده زیاتې ګڼه ګوڼې په درک سره کابل ښاروالۍ وپتېیله چې دغه سړک په اساسي او معیاري ډول جوړ او ورغوي. د دغه سړک د تخنیکي چارو مطالعه او د دغه مهم سړک سروې د کابل ښاروالۍ متخصصینو د هغه د تخنیکي اسنادو د چمتو کولو په موخه بشپړه کړې ده او ټاکل شوې چې د یوه معیاري سړک ټولو جزیاتو ته په کتو په اساسي ډول په ۱۰ کیلومتره اوږدوالي او ۵۰ متره سور په دوو خطونو کې په ۱.۹ میلیارده افغانۍ اټکلي لګښت، چې بودیجه یې ټاکل شوې، ژر تر ژره تدارکاتي پړاو ته ولاړ شي او کار به یې د ۱۳۹۹ کال په شروع کې پيل شي.