د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یولسمه ناحیه کې د رغونې پروژې د ناحیو د متوازنې پراختیا اصل پر اساس چې په ۱۳۹۸ کې یې یو شمېر بشپړې شوې او پاتې د اجرا په حال کې دي، د پایدار ښار پر لور یو ګام ګڼل کېږي

15 دلو 1398

• د کابل ښاروالۍ په یولسمه ناحیه کې د نښلوونکو سړکونو له هغې جملې د مریم لېسې د بازار سړک او پر هغه د پای ته رسېدلو سړکونو پر بشپړېدو سربېره د ځينو ګذرونو د رغونې او ځينو لویو او کوچینیو سړکونو د جوړېدو کار هم تطبیق کړی دی.

• د شتل سړک د لودیځ ګذر د لومړۍ برخې رغونه، چې د ۶ کیلومتره سړکونو او کوڅو د کانکریټ اچونې کار چې څه مهال مخکې د کابل ښاروالۍ له پراختیایي پروګرام څخه پیل شوی و، په ټوله کې د دې پروژې کار ٪۵۰ بشپړ شوی دی.

• د زرغونو ساحو د پراختیا او غوره سمسورتیا په موخه په دې ناحیه کې د دیارلسم ګذر په ۵۳۰۰ متره مربع د تفریحي پارک د جوړولو کار دوام لري، چې احاطه، د پلو لارو پوښل، د اوبو څاه کیندل، د اوبولو لپاره څاه، د اوبو ذخیره، د ماشومانو د لوبو وسایلو نصبول، چترۍ، چمن، د نیالګیو او بوټو اېښودل پکې شامل دي.

• د ۱۹ ګذر د سړک جوړول، چې ویاله او پلې لار پکې شامله ده، اوږدوالی یې ۵۵۲ متره او سور یې ۶ متره دی.

• په ۲۰ ګذر کې د سړک جوړول، چې اوږدوالی یې ۴۲۰ متره او سور یې ۶ متره دی.

• په ۲۰ ګذر کې د سړک جوړول، چې اوږدوالی یې ۵۲۴ متره او سور یې ۶ متره دی.

• په ۱۴ ګذر کې د سړک جوړول، چې اوږدوالی یې ۴۲۹ متره او سور یې ۶ متره دی.

• په ۲۵ ګذر کې د سړک جوړول، چې اوږدوالی یې ۳۶۷ متره او سور یې ۵ متره دی.

• په ۲۳ ګذر کې د سړک جوړول، چې اوږدوالی یې ۵۶۲ متره او سور یې ۵ متره دی.

• په ۵ ګذر کې د سړک جوړول، چې اوږدوالی یې ۲۳۰ متره او سور یې ۸ متره دی.

• په ۱۳ ګذر کې د سړک جوړول، چې اوږدوالی یې ۲۶۵ متره او سور یې ۲۰ متره دی.

• د قعله نجارها د دویم پارک جوړول، چې مساحت یې ۱۶۰۰۰متره مربع دی.

• د شتل سړک د لودیځ د ۵مې برخې ګذر رغونه چې اوږدوالی ۱۱۰۰متره دی.

• د سرور کاینات څلورلارې سړک تر قلعه نجارهاپورې چې اوږدوالی یې ۱۱۰۰متره دی.

• د خیرخانې په پنځمه پروژه کې د فاتحې اخیستو د یوه سالون جوړول.

د یادونې وړ ده چې پورتنۍ پروژې ځينې بشپړې شوې او ځينې نورې تر کار لاندې دي، چې د یخنۍ له امله یې اوس کار درېدلی او د هوا په ګرمېدو به د پاتې هغو کار به یې هم ژر تر ژره بشپړ شي، چې د راتلونکي کال په پسرلي کې به له خیره بشپړې شي.