الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ژوند د چاپېریال د ساتنې او د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره خلکو ته د عامه‌پوهاوي سیار تیاتر ننداره وړاندې شوله

16 دلو 1398

د کابل ښاروالۍ د هوا د ککړتیا د مخنیوي له عالي کمیسیون سره په همغږۍ د ښاري ګفتمان د برنامو په لړۍ کې د ښار د برنامې په همکارۍ د هوا د ککړتیا څخه د مخنیوي او د ژوند د چاپېریال ساتنې په موخه د عامه‌پوهاوي تر سرلیک لاندې د پوهاوي برنامه جوړه کړله. د عامه‌پوهاوي په دې برنامه کې، تیاتر په ژوندۍ بڼه سرته ورسېد، څو ښاریان د هوا د ککړتیا، د ژوند د چاپېریال ساتنې او ښار اوسېدنې فرهنګ په اړه پوهاوی ترلاسه کړي او ښاریان وهڅوي چې د هوا د ککړتیا په کمولو، د ژوند د چاپېریال په ساتلو او د ښار اوسېدنې د فرهنګ په ټینګولو او غږیزو او بصري ککړتیاو د کمولو په برخو کې خپلې رغندې هڅې وکړي. د یادونې وړ ده چې دا برنامې دوام لري او په راتلونکو نېږدې ورځو کې به په عامه ځایونو کې دا تیاتر نندارې ته وړاندې شي.