د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دوولسمه ناحیه کې د 6.5 کیلو مټره سړک او کوڅو د جوړولو کار پيل شو

16 دلو 1398

د 31 هکټاره سیمې د بیارغاونې چارې، چې د دوولسمې ناحیې د 24ام ګذر د سفید نو آباد د مسجد د سیمې 6.5 کیلو مټره سړک پکې شامل دی نن د کابل د ښاروالۍ د مالي او اداري مرستیال ښاغلي سیدالرحمن جلال په واسطه چې د کابل د ښاروالۍ د انکشافي پروګرام رییس محمد ساحل قدیر، د دولسمې ناحیې رییس زمري کوچي او د یادې سیمې اوسېدونکو او مشرانو هم ګډون درلود پيل شولې، چې د ۱۳۹۹ کال تر نیمايي پورې به د کابل د ښاروالۍ د انکشافي پروګرام له لارې له 50 میلیونو افغانیو په زیات لګښت بشپړ شي. په دې پروژه کې د یاد ګذر 7527 متره د اوبو لښتي او 203 متره پیاده رو هم شامل دی. د یادونې وړ ده چې په اوسني موسم کې به د نوموړي ګذر د سړک کندنکارۍ او مقدماتي کارونه پیل شي او پاتې بنسټيز کارونه به د هوا تر مساعدېدلو وروسته مخکې لاړ شي.