د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوبو رسونې شرکت او افغانستان ښاري کانالیزاسیون او المانۍ کمپنۍ دورش انټرنیشنل ترمنځ د کابل ښار فاضله اوبو ماسټر پلان قرارداد لاسلیک شو

17 دلو 1398

 

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په شتون کې د سلواغې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د اوبو رسونې شرکت او افغانستان ښاري کانالیزاسیون او المانۍ کمپنۍ دورش انټرنیشنل (Dorsch international) ترمنځ د کابل ښار فاضله اوبو ماسټر پلان قرارداد په مالیې وزارت کې لاسلیک شو. د قرارداد لاسلیکولو په مراسمو کې د کابل والي، کابل ښاروال، د مرکز زون رئیس، د چاپېریال ساتنې رئیس او اړوندو ادارو استازو ګډون کړی وو. د یاد قرارداد له لاسلیکولو موخه د اوبو رسونې شرکت او افغانستان ښاري کانالیزاسیون د ماسټر پلان تخنیکي سندونو ترتیبول دي، چې پر بنسټ به یې په راتلونکي کې د پلي کولو بهیر پیل شي. د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د المان هیواد له مرستو مننه وکړه او دا پروژه یې په کابل ښار کې اړینه وبلله. ښاغلي قیومي، زیاته کړه چې د دې پروژې په پلي کولو سره به د کابل ښار د خلکو ورځنۍ ستونزې هوارې شي او د مالیې وزارت په شمول به یې ټولې اړوندې ادارې په پلي کولو کې هلې ځلې او ملتیا کوي. د یادونې وړده، چې د دې پروژې ټولیز ارزښت ۳.۴ میلیونه امریکایي ډالره دی او له دې برخې یو میلیون به یې د افغانستان حکومت او پاتي ۲.۴ میلیونه امریکایي ډالره به د المان پراختیایي بانک له لوري ورکول کېږي، چې د کابل ښار ۲۲ ناحیې او ټولې سوداګرېزې او صنعتې سیمې به وپوښي. د دې پروژې بشپړول به ۱۴ میاشتې وخت ونیسي.