د دولتي حقوقو د تامین په موخه د کابل ښاروالۍ د قضیو د مخته وړلو لپاره د کابل ښاروالۍ او عدليې وزارت د مشرتابه ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال، د عدليې وزارت مسلکي مرستیال محمد قاسم حليمي او د اړونده برخو رییسانو خبرې اترې وکړې او پرېکړه وشوه چې د کابل ښاروالۍ د ښاري قضیو د مخته بېولو او د حقوقو د تامین لپاره د زیاتې همغږۍ په موخه یوه ګډه کمېټه جوړه او مطلوبه چارې د قانون او نورو قانوني سندونو په رڼا کې وڅاري او عملي یې کړي.
د قضیو د مخته وړلو په موخه د کابل ښاروالۍ او عدليې وزارت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
19 دلو 1398