د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار د لا زرغونولو په موخه د پارکونو جوړول

20 دلو 1398

 د کابل ښاروالۍ یو بل لومړیتوب دی چې په روان کال کې ۲۸ پارکه رغول شوي دي چې له دې جملې د دوولسمې ناحیې د پارک جوړول یو بې ساری کار و.

دا پارکونه په اساسي ډول جوړېږي او د احاطې دیوال، د پياده رونو سنګفرش، د څاګانو کیندل، د خړوبولو لپاره د اوبو زېرمې، د ماشومانو لپاره د لوبو وسایل، د سیوري لپاره سرپټي ځایونه، د ورزش میدانونه، تشنابونه، د ونو کېنول او داسې نور پکې شامل دي، چې ځینې یې تاسو ته په دوولسمه ناحیه دریادوو او سر بېره پر دې په یاده ناحیه کې د سړکونو جوړول او رغول هم یادوو.

د احمدشاه بابا د مینې د نهم بلاک د پارک جوړول چې ۴۳۰ متره مربع مساحت لري.

د آتم بلاک د پارک جوړول چې، ۴۸۷۵ متره مربع مساحت لري.

د درېیم بلاک د پارک جوړول چې، ۶۰۰۰۰ متره مربع مساحت لري.

د دوهم بلاک د پارک جوړول چې، ۷۴۰۰۰ متره مربع مساحت لري.

د پنځم بلاک د پارک جوړول چې، ۵۵۸۸ متره مربع مساحت لري.

د احمدشاه بابا د مېنې د لومړي بلاک د سړکونو او کوڅو کانکريټول چې له شپږو کیلو مترو زیات اوږدوالی او شپږ متره سور لري په شمول د هغه د پیاده رو او جویچو جوړول.

د احمدشاه بابا په مېنه کې د شانان د کلا د ۲۱، ۳۴ او ۳۵ ګذر د کانال جوړول چې ۹۰۰ متره اوږدوالی او ۱.۵ متره سور یې درلود.

د احمدشاه بابا د ۳۴ بلاک سړک په سنفګرش بڼه جوړول چې ۵.۵۶ کیلومتره اوږدوالی او شپږ متره سور یې درلود.

په اووم بلاک کې د ۵۴۲ متره سړک چې شپږ متره سور لري جوړول.

د امنیت له ښارګوټي تر بګرامیو پورې د نواباد د پروژې کانال جوړول چې ۱۳۱۴ متره اوږدوالی او ۵۰ سانتي سور یې درلود.

د شانان د ګذر د سړک جوړول چې ۵۱۰ متره اوږدوالی او نهه متره سور لري.

د ماموریت د څلور لارې بیارغاونه

د ملالۍ د څلور لارې جوړول.

د یادونې وړ ده چې په پورته پروژو کې ځينې یې بشپړې شوې دي او ځینې یې تر کار لاندې دي، چې اوس د هوا د سړېدو له امله یې کار درېدلی دی او د هوا تر مساعدېدو وروسته به یې کارونه د راتلونکي کال په لومړي فصل کې بشپړ شي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې د 31 هکټاره سیمې د بیارغاونې چارې، چې د دوولسمې ناحیې د 24ام ګذر د سفید نو آباد د مسجد د سیمې 6.5 کیلو مټره سړک پکې شامل دی نن د کابل د ښاروالۍ د مالي او اداري مرستیال ښاغلي سیدالرحمن جلال په واسطه چې د کابل د ښاروالۍ د انکشافي پروګرام رییس محمد ساحل قدیر، د دولسمې ناحیې رییس زمري کوچي او د یادې سیمې اوسېدونکو او مشرانو هم ګډون درلود پيل شولې، چې د ۱۳۹۹ کال تر نیمايي پورې به د کابل د ښاروالۍ د انکشافي پروګرام له لارې له 50 میلیونو افغانیو په زیات لګښت بشپړ شي. په دې پروژه کې د یاد ګذر 7527 متره د اوبو لښتي او 203 متره پیاده رو هم شامل دی.

د یادونې وړ ده چې په اوسني موسم کې به د نوموړي ګذر د سړک کندنکارۍ او مقدماتي کارونه پیل شي او پاتې بنسټيز کارونه به د هوا تر مساعدېدلو وروسته مخکې لاړ شي.