د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروال: د قلعه زمان خان د خلکو ستونزو حل کولو ته زمونږ په برنامو کې ځانګړی ځای ورکول شوی دی.

17 دلو 1398

د کابل ښارول  احمد ذکي سرفراز نن د چهارشنبې په ورځ د 1398 کابل د دلوې په 16مه نېټه د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري توسعې مرستیال ډاکټر صدرالدین تاجک په شتون کې د روانو پروژو ارزونې او د راروان کال په ښاري پروژو د خلکو استازو ا د 16مې ناحیې له یو شمېر اوسېدونکو سره په ځانګړې توګه د قلعه زمان خان د خلکو ستونزو د حلولو په موخه وکتل او خبرې یې وکړې.

په دغه لیدنه کې د نوموړې ناحیې اوسېدونکو د شینې پل په بنسټیز ډول د جوړولو او د قلعه زمان خان 

کابل ښاروال د خلکو ستونزې واورېدې او ویې ویل: د خلکو ستونزو ته لاسرسی زمونږ لومړیتوب دی او د خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې به د هغوی غوښتنو ته ځواب ووایي .

په راوران کال کې به په نوموړې ناحیه کې د رغونې پروژې او ترڅنګ په یې د کوڅو له خټو څخه د خلاصي په موخه کار وکړي .

هغه زیاته کړه چې په یاده ناحیه کې به سرکونه هم په بنیټیز ډول جوړ کړي 

د یادونې وړ ده چې د شینې او پاچا پلونو جوړول د کابل ښاروالۍ له لورې یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د قلعه زمان خان د 60 متره سرک جوړولو د نوموړي پلونو د جوړولو چارې ځنډولي.

د شینې پل د 39 مترو په اوږدوالي او 28.4 مترو په پلنوالي او د پاچا پل د 58 مترو اوږدوالي او 28.4 مترو په پراخوالي په بنسټیز ډول جوړیږي .

له بلې خوا په راتونکي کال کې به یاد سرک د 60 مترو په پلنوالي او څلور کلو مټروپه اوږدوالي چې به پکې د سرک غاړې ویالې ، پلي تګلارې ، د سرک د مینځ او غاړو ګلدانونه ،سټیشنونه ،د ښاري بسونو او تېز تلونکو موټرو خطونه اچول ، د بایسیکل خطونه اچول ، د ترافیکي علامو لګول او سولري څراغونه شامل دي په بنسټیز ډول جوړ شي .

دغه سرک به مکروریانونه له بنایي څخه د احمد شاه بابا پروژې سره ونښلوي .

د دې سرک په جوړولو سره به د قلعه زمان خان او د کارته نو سرکونو ترافیکي ګڼه ګوڼه راکمه شي او خلکو ته به سهولت پیدا شي