تېره ورځ د 1398 کال په 20 د دلوې د کابل ښاروالۍ د جنډر آمریت له لورې د ښځو پر وړاندې تاو تریخوالي منع کولو قانون سره د اشنایۍ په موخه د خپل تنظیف کارکوونکو لپاره ورکشاپ جوړ شو.
په دغه ورکشاپ کې د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیالې ډاکټر مهتاب عالمي په خپلو خبرو کې یادونه وکړه او ویې ویل!
کابل ښاروالۍ هڅه کوي تر څو مېرمنو ته د کار زمینه برابر کړي تر څو د خپلو ورونو سره څنګ په څنګ کابل ښاریانو ته د خدمت جوګه شي .
په دې ورکشاپ کې د قانون اهدافو دبېلګې په توګه د ښځو اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د ماشومانو ځورونې قانون معرفي کولو وروسته د دغه قانون د پوهاوي لپاره جوړې کړی شوې ویډیو ګانې هم وړاندې شوې .