الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مېرمنو له ډلې څخه لومړنۍ مېرمن په دریمه ناحیه کې په دنده وګمارل شوه او په کار یې پیل وکړو.

21 دلو 1398

د جمهور رئیس په لارښوونه چې مېرمنو ته يې د ښاري خبرو برنامه کې وویل چې د ښځو ونډه باید په ښاري خدمتونو کې پیاوړی کړی شي.

د 1398 کال 21 د دلوې د دوشنبې په ورځ د ځایي ټاکنو په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د مېرمنو له ډلې څخه زهره ایوبي په دریمه ناحیه کارته سخي کې د ځایي وکېلې په توګه وټاکل شوه او په دنده یې پیل وکړو.

په دغه مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیالې ډاکټر مهتاب عالمي ، د نوموړې ناحیې رئیس ، د مېرمنو شورا غړو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی وو .

په دې مراسمو کې د ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیالې وویل !

درنو خویندو او ورونو ! راځئ چې خپل ښار نظم او هوساینې ته راوړو او له مخکښو مېرمنو څخه چې په سختو شرایطو کې کار کوي ، ښاري ستونزې حل کوي او یا یې ونډه پکې اخیستې و ي، پرې وویاړو او مننه ترې وکړو او له هغوی سره انساني او اخلاقي همکاري وکړو.

د یادونې وړ ده چې د انتخاباتو له لارې د ځایي وکیل په توګه د مېرمنې ټاکل د کابل ښاروالې په تاریخ کې بې سارې ده.