د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.15 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.910 افغانی
1 کلدار 258 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

جمهوررئیس غني: د کابل ختیځ به په پرمختللې ساحه بدل شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ملي بحث په پنځمه ناسته کې د کابل ښار د ۱۲، ۲۱ او ۲۲ناحیو او بګرامیو ولسوالۍ اوسېدونکو سره نن له غرمې مخکې په سلامخانه ماڼۍ کې وکتل.

په دغه غونډه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر حکومتي مسوولینو هم حضور درلود، صفي الله هوتک د معارف او ځوانانو، مولوي سیدزین العابدین د علماوو، رقیه بارکزۍ د ښځو، حاجي محمدګل هوتک د ګذر وکیلانو، انجنیر امان الله ترین د اصنافو او قومي مشرانو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهوررئیس غني څخه له دې امله مننه وکړه چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه یې دغه اقدام او نوښت کړی.

ویناوالو د ناامنۍ، د غلو د مجازات، د معارف او ښوونځیو، د سرکونو او کوڅو د پخولو، کانالونو، د مجهز روغتون د نشتوالي، د ځمکو د غصب، برېښنا، د ښاري ترانسپورټ، د جوماتونو د رسمي کولو، د څښاک اوبو، د زورواکانو د ځپلو، د نشه یي توکو، د دارالعلوم جوړولو، د هدیرې لپاره د ځمکې ورکولو، د علماو او مدرسو د مصئونیت، د ښځو د استخدام، د وړکتون د نشتوالي، د پولیسو د تشکیل د کمبود، حلقوي سرک ، د کثافاتو د انتقال او نورې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني له یادو ویناوالو څخه له دې امله چې د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې په وضاحت ورسره شریک کړل وویل، د کابل ختیځ سره د مور او میرې چلند شوی او ښاروال ته یې لارښوونه وکړه چې دغه شوې بې عدالتي باید جبران او همدارنګه ژر تر ژره دې د هدیرې د ځمکې لپاره خپل پلان تطبیق کړي.

جمهوررئیس همدارنګه ښاروال ته هدایت وکړ چې له دې وروسته کثافات د کابل ختیځ ته نشي وړلی ، د دې لپاره باید یوه لاره او ترتیب جوړ شي، ځکه د خلکو زغم نور پایته رسېدلی دی.

جمهوررئیس غني د دې په څرګندولو سره چې د کابل ختیځ به په پرمختللې ساحه بدل شي، د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس ته لارښوونه وکړه، که په درې اونیو کې د کابل ښار د خلکو په ځانګړي ډول د بیلونو ستونزه حل نه کړي، نو مرستیالان به یې له دندو لیرې کړي او په ټینګار سره یې وویل، د برېښنا په برخه کې له خلکو سره توپیري چلند د منلو وړ نه دی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د کابل ښاریانو سره د ملي بحث دغه لړۍ به ادامه ولري او په پایله کې یې باید واضح پرمختګونه رامنځته شي. همدارنګه یې له خلکو څخه وغوښتل چې د کوڅې، ګذر، ناحیې او ولسوالۍ په کچه شوراګانې جوړې کړي. هغه زیاته کړه، په بېلابېلو ادارو کې به د ښځو استخدام زیات او د ځمکو د غصب مخه ونیول شي.