د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال په لسمه نړیواله ښاري ناسته کې د کابل ښاروالۍ نوي پلانونه او پروګرامونه وړاندې کړل

23 دلو 1398

کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوه لوړ پوړي پلاوي په ترکیب کې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې په لسمه نړیواله ښاري ناسته کې د نړیوالو همکاریو د جلب لپاره د کابل ښاروالۍ نوي پلانونه او پروګرامونه وړاندې کړل. کابل ښاروال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې او د UN-Habitat موسسې له اجرایوي رییسې مېرمن میمونې محمد شریف سره د هبیتات پروژو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د دې ادارې فعالیتونه باید د کابل ښار له اړتیاوو او لومړیتوبونو سره همغږي او منسجم ترسره شي. چې په مقابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ژمنه وکړه چې د دې ادارې فعالیتونه به په کابل ښار کې د ښاري پراختیا د لومړیتوبونو پر اساس تنظیم شي او موږ به په دې برخه کې پر یوه طرحه کار وکړو او هغه د کابل ښاروالۍ په همغږۍ شریکوو، ترڅو د بېخ‌بنسټي او ټولګټو پروژو د اغېزمنتیا لا ښه زمېنه برابره شي.