کابل ښاروالۍ په روان کال کې د نهمې ناحیې د اوسېدونکو د اسانتیا لپاره په خواجه رواش ګذر کې سطحي او موسمي اوبو ته د مسیر ورکولو په موخه د اجمیر کانال، همدارنګه د نهمې ناحیې د ودانۍ د ارتباطي سړک او اړوند پله او نورو سړکونو د جوړولو کار ترسره کړ، چې د اوبو د ډنډ کېدو او په ترانسپورتي برخه کې د ګاوڼدیو سیمو ستونزې ورسره حل شوې. د اجمیر کانال د مسیر جوړول د کابل ښاروالۍ په راتلونکو پروګرامونو او پلانونو کې شامل دي، چې په څو پړاونو کې به یې اقدام وشي.
په روان کال کې په نهمه ناحیه کې د اجمیر کانال او سړکونو د جوړولو اقدام وشو، چې خلکو یې هرکلی او ملاتړ وکړ
28 دلو 1398