د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د چاپېریال‌ساتنې او هوا ککړتیا مخنيوي په موخه د ګرځنده تیاتر ننداره وړاندې شوه

28 دلو 1398

کابل ښاروالۍد عامه‌پوهاوي کمپاین تر نامه لاندې دخپلو ښاري بحث برنامو په‌دوام او شهر برنامې په مرسته د عامه‌پوهاوي کمېټې او هوا ککړتیا عالي‌کمیسیون سره په همغږۍ د چاپېریال‌ساتنې او هوا ککړتیا مخنیوي لپاره د عامه‌پوهاوي لوړولو، تیاتر ننداره وړاندې کړه. په دغه برنامه کې د تیاتر ننداره په ژوندۍ بڼه وړاندې شوه تر څو ښاریان د هوا ککړتیا مخنیوي، چاپېریال‌ساتنې او ښار اوسېدنې د ودې فرهنګ په اړه پوهاوی تر لاسه کړي او ښاریان دې ته وهڅوي تر څو د هوا، غږیزې، او ليد ککړتیاوو په کمولو، چاپېریال‌ساتنې او ښار اوسېدنې‌فرهنګ په وده کې فعاله ونډه واخلي.