د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال مهم فعالیتونه، اصلاحي اقدامات او د ښار د پراختیا او ودې څرنګوالی «ملت ته د دولت د حساب ورکونې» اصل پر اساس روښانه کړل

7 حوت 1398

کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز نن د روان کال د کب په شپږمه د کابل ښاروالۍ مهم فعالیتونه، اصلاحي اقدامات او د پلانونو او پروګرامونو د اجرا کېدو څرنګوالی په روان او راتلونکي کال کې د کابل ښار د همېشنۍ پرمختیا او پراختیا او ملت ته د دولت د حساب ورکونې اصل او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مطابق د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې له خلکو سره شریک کړل، چې د ښار په مختلفو ناحیو کې تر ۱۵۵ کیلومتره زیات سړک او کوڅې قیر او کانکرېټ شوي دي.

کابل ښاروالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې په ټولیز ډول د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ۱۹۱ پرمختیايي پروژې پيل کړې وې، چې د ځينو کار یې بشپړ دی او ځينې نورې تر کار او پلان لاندې دي.

کابل ښاروالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ، د بېخ‌بنسټونو د جوړولو، د ترانسپورت او ترافیکو وضعیت د ښه‌والي، سمسورتیا، چاپېریالي روغتیا او د چاپېریال ساتنې، د تنظیفي وضعیت د ښه والي او د ښار د طراحۍ د اډانې د تطبیق پر برخو تمرکز کړی دی.

نوموړي وویل: ۴.۱ میلیارد افغانۍ عواید د عوایدو له مختلفو سرچینو څخه، د کابل ښار په ۱۰ ناحیو کې د 131,774 ملکیتونو سروې او ثبت، د ښار په ۲۲ ناحیو کې تر 181,050زیاتو نوو راجستر شوو املاکو ته د صفايۍ د کتابچې وېشل او د ښار په ۲۲ ناحیو کې د پتې موندنې د لومړنیو نقشو چمتو کول د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د کابل ښاروالۍ اساسي فعالیتونه دي.

ښاغلي سرفراز همدارنګه د 137 کیلومتر سړکونو او کوڅو سروې او ډیزاین، په مختلفو ناحیو کې د 155.5 کیلومتره سړک او کوڅو کانکریټ او قیر اچونه، پر ډبرو د 88,085 متره مربع پلو لارو پوښل او په دویمه، څلورمه او شپاړسمه ناحیه کې د سطحي اوبو د مدیریت لپاره د 4920 متره کانال جوړول د سړکونو، پلونو او کانالونو د ساختمان په برخه کې د کابل ښاروالۍ اساسي فعالیتونه یاد کړل.

کابل ښاروال دغه راز د مختلفو ناحیو د ګڼې ګوڼې په ساحو کې د پلي تګ راتګ د ۱۰ هوايي پلونو نصبول ، د ښار په نهو مسیرونو کې د ښاري بس د 264 تمځایونو جوړول او د 33 څلورلارو د رغولو پيل د ترافیکو او ترانسپورت وضعیت د ښه والي په برخه کې د کابل ښاروالۍ اساسي فعالیتونه په ګوته کړل.

ښاغلي سرفراز له ښار څخه د 450000 ټنه جامدو کثافاتو، تر 34,240 متر مکعب زیاتو مایع کثافاتو او له سړکونو څخه د شاوخوا 37,608 متر مکعبه اضافي اوبو راټولول او د هغو انتقال او د کثافاتو د مدیریت د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلان ترتیب د تنظیف په برخه کې د کابل ښاروالۍ اساسي فعالیتونه یاد کړل.

نوموړي وویل په مختلفو ناحیو کې د ۲۷ پارکونو او زرغونو ساحو رغوونه، د مهمو ښاري واټونو د منځ او څنډو په ګلدانونو کې 20,000 متره مربع چمن کرل او د ۱۵ ساحو او پارکونو د اوبولو او روښنايۍ سیستم د منبع بدلون له جنراتور څخه ښاري برېښنا ته د سمسورتیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ اساسي فعالیتونه دي.

کابل ښاروال زیاته کړه چې له میوند واټ چوک څخه د کارته نو تپې تر تمځای پورې د متروبس (BRT) د درېيم خط یوه برخه، د بایسکل شبکې پراختیا، د تنظیف ریاست پراختیا او پياوړتیا او د دایمي انتقال یوه ایستګاه جوړول، د ګزک ۲ ښاري کثافاتو د تخلیې مرکز جوړول، د ښاري کثافاتو د خښولو نوي مرکز جوړول، د کابل په کچه ستر تفریحي پارک په توګه د کابل باغ جوړول او حشمت خان کول ناحیې بیارغول د ۱۳۹۹ کال لپاره د کابل ښاروالۍ اساسي پروګرامونه دي.

کابل ښاروال یادونه وکړه چې د کابل ښار معیاري پراختیا او وده او د کابل ښاریانو ننیو اړتیاوو ته ځواب ویونکي خدمتونه وړاندې کول زموږ مشخصه موخه ده، چې له مالي او تخنیکي امکاناتو او تقنیني سندونو څخه چې په ورستیو کې تصویب شوي، په ګټې اخیستنې به زموږ ښاریان په راتلونکي کال کې د بې‌مخینې لاسته راوړنو او فعالیتونو شاهد وي.