الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ د ښځو لپاره یو ځانګړی جومات پرانیستل شو

24 حوت 1398

د ښځو د پيوستون ورځې په مناسبت او د ښځې لوړ مقام ته د درناوي په موخه یو جومات چې په اساسي او خوندي ډول په دې وروستیو کې په کابل ښاروالۍ کې جوړ شوی و، تېره ورځ د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سید الرحمن جلال او د ښاري او چاپېریالي خدمتونو مرستیالې ډاکټر مهتاب عالمي پرانیست او د ښځو پاړکي د لمانځه ادا کولو لپاره ګټې اخیستنې ته چمتو شو. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیالې په یوې بیانیې سره د جومات د پرانیستې مبارکي په دغه بنسټ کې د ښځینه پاړکي کارمندانو ته وویله او یادونه یې وکړه چې د جوماتو جوړول او ښځو د خوندي فضاوو پراختیا زموږ په کاري لومړیتوب کې ده.