د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اصولو او مقرراتو د پام کې نیولو د څرنګوالي څارنه وشوه

26 حوت 1398

د ښاري نظم د ټينګښت په موخه په یوه نظارت کې د ښار په لومړۍ او دویمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال په ګډون د ښار د مختلفو اصنافو د فعالیت کوونکو د اصولو او مقرراتو د پام کې نیولو د څرنګوالي او په ځانګړې توګه د اصنافو د جواز څارنه وشوه. د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال په دې اړه وویل: مخکې مختلفو اصنافو ته خبر ورکړل شوی و چې خپل فعالیتونه د کابل ښاروالۍ د ښاري د اصولو او مقرراتو مطابق چې د ښکلا، ښاري نظم او د دوی د فغالیتونو د خوندیتوب او همدارنګه د ښاریانو د اسانتیا په موخه دي، تنظیم کړي او د دغه بنسټ له لوري جواز تر لاسه کړي. له بده مرغه ځينې فعالیت کوونکي ښاري اصولو او مقرراتو ته پاملرنه نه کوي او تل یې د ښار څېرې او نظم ته زیان رسولی دی، پلې لارې یې بندې کړې دي، چې ستره ښاري سرغړونه ګڼل کېږي. له دې امله په یوه عملیاتي څارنه کې له سره د نظم د رامنځته کول اقدام وشو او په ننۍ څارنه کې هغه فعالیت کوونکي چې سرغړونه یې کړې ده، جریمه او فعالیتونه مو یې بند کړل او د ښاري اصولو او مقرراتو مطابق د خپلو فعالیتونو تر تنظیم پورې به د فعالیت د دوام اجازه ورنه کړل شي.