د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کرونا د مخنیوي لپاره د دولت د عامه اړیکو کمېټې په کار پیل وکړ

27 حوت 1398

د کورونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره د دولت د عامه اړیکو کمیټې لومړنۍ ناسته نن د دولت د رسنیو مرکز کې ترسره شوه.

دغه کمېټه د یکشنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د یوه فرمان له مخې د ولسمشرۍ د ادارې د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د مشر وحید عمر په مشرۍ جوړه شوه.

د فرمان په اساس د ملي راډیو او تلویزیون عمومي رییس ، د عامې روغتیا وزارت ، اطلاعاتو او کلتور وزارت، ارشاد حج او اوقاف وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع، د کډوالو چارو وزارت، ښځو چارو وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د پوهنې وزارت، کابل ښاروالي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د دغې کمېټې غړيتوب لري.

د کمیټې هدف د COVID-19 ویروس (کورونا) په اړه د ملي پوهاوي لوړول او د غږ ، ویډیو ، متن او پوهاوي کمپاینونو لا همغږي کول دي.

فرمان لیکي چې د عامه اړیکو کمیټه مکلفه ده چې د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه ټول معلومات راټول او په ویډیو، غږیزه بڼه یې شریک کړي.

د کرونا ویروس د مخنیوي کمیټې مشر وحید عمر په غړو ادارو غږ وکړ چې د کمیټې د چارو ښه همغږي کولو لپاره دې یو یو مجرب کارمند د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز کې دغې کمېټې ته معرفي کړي.

هغه وویل ، دا د حکومت یوه روښانه پریکړه ده چې د ټولو مناسبتي مراسمو مخه ونیسي چیرې چې خلک راټولیږي.

ښاغلي عمر د کورنیو چارو وزارت او د کابل ښاروالۍ څخه وغوښتل ترڅو ټول د ودونو تالارونو مسؤلین په روښانه پلانونو سره خبر کړي چې خپل فعالیتونه ودروي.

ښاغلي عمر ټینګار وکړ چې د لمبا حوضونو او عامه حمامونو په اړه ورته پریکړه شوې او د کورنیو چارو وزارت او د کابل ښاروالۍ څخه یې وغوښتل چې پدې برخه کې پریکنده عمل وکړي.