الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بازار کې د ارتزاقي موادو په عرضه کې هېڅ محدودیت نشته

28 حوت 1398

د ښاریانو اندیښنو ته د رسېدنې په موخه او د کابل ښار په بازارونو کې د ارتزاقي موادو د عرضې او نرخ د څارنې په دوام د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري خدمتونو معین مرستیال سرڅېړونکي محمد فاضل شریفي او د مارکېټونو د تنظیم او ناحیو د ریسانو په همکارۍ او د کابل ښار د مختلفو امنیتي حوزو د مسوولانو په همغږۍ د ارتزاقي موادو د عرضې او د دغو توکو د بیو څارنه وکړه د دغې څارنې په جریان کې ګرانبیه پلورونکي مواخذه شول او ځینې عمده پلورنځي چې د بازار د نرخ خلاف یې توکي عرضه کول، بند کړل شول. د یادونې وړ ده چې د کابل ښار په منډویو او عمده پلورنځیو کې د ارتزاقي توکو ګدامونه ډک دي او د دغو توکو د عرضې په برخه کې هېڅ اندیښنه نشته.