الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ ابلاغیه

28 حوت 1398

د کابل ښاروالۍ ابلاغیه

ګرانو ښاریانو!

په ټوله نړۍ کې د کرونا وېروس خپرېدل انسانانو ته یوه جدي روغتیایي ستونزه ده.

کرونا وېروس په تړلو او د ګڼې ګوڼې ځایونو کې ژر خپرېږي او ډېر خلک پرې اخته کېږي.

د دغه وېروس د وقایې او مخنیوي په موخه د عامه اړیکو دولتي کمېټې پرېکړه کړې چې د هوټلونو، د لامبو حوضونو، حمامونو او ورزشي کلپونو فعالیتونه او ټول هغه ځایونه چې خلک پکې راټولېږي، تر دویمې پرېکړې پورې بند کړل شي.

کابل ښاروالي د دغو اصنافو ټولو مالکانو ته خبر ورکوي چې د بلې ابلاغیې تر خپرېدو پورې د خپلو هېوادوالو د روغتیا ساتنې لپاره خپل فعالیتونه بند کړي.

د کابل ښاروالۍ مشرتابه مسوولانو ته لارښوونه کوي چې که دغه اصناف فعالیت وکړي، د کورنیو چارو محترم وزارت په همکارۍ به جدي چلند ورسره وکړي.