د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چاپېريالي روغتيا ساتنې د په پام کې نه نیولو له امله د ښار نانوایۍ او مختلف صنفونه بند کړل شول

8 حمل 1399

د کرونا وېروس د وقایوي تدابیرو لپاره نن کابل ښاروالۍ د ښار ځینې نانوایۍ، قصابۍ، سلمانۍ او مختلف صنفونه چې چاپېريالي روغتيا ساتنه او روغتيايي معيارونه یې په پام کې نه نيول، بند کړل. نانواییو ته مخکې د کابل ښاروالۍ مسوولانو اړینې توصیې کړې وې. دا چې په نانواییو، قصابیو، سلمانیو او خوراکې پلورنځیو کې د کرونا وېروس د خپرېدو خطر احساسېږي، نو دغو محترمو اصنافو ته د خبرداري تر څنګ چې باید ټول روغتیایي موازین لکه دستکش، ماسک او د عفوني ضد موادو کارول په پام کې ونیسي، ترڅو د دوی خپلې او د هېوادوالو روغتیا ته رسېدنه وشي. له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي او دغه صنفونه به د کابل ښاروالۍ د کارمندانو تر دویمې اطلاع پورې بند وي.