الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د ناحیو د ګذر وکیلانو د شوراګانو له ریسانو سره بحث او خبرې وکړې

12 حمل 1399

کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د ناحیو د ګذر وکیلانو د شوراګانو له ریسانو سره په یوه مشورتي ناسته کې د ښاریانو لخوا چاپېریالي روغتیا ساتنې په پام کې نیولو په برخه د دغه بنسټ د پروګرامونو د عملي کېدو څرنګوالی، د ارتزاقي توکو د بیو کنټرول، ګرځ‌بندیز په پام کې نیول، د روغتیايي توکو چمتو کول او د هغو د کارونې ډول او د روغتیايي توصیو اهمیت بیان کړ او ټينګار یې وکړ چې اړینه ده له دغه وېروس سره د مبارزې په برخه کې موږ ټول جدیت وښيو، چې د لومړیتوبونو او د ګذر وکیلانو د نظرونو پر اساس زموږ د خدماتي بنسټ پروګرامونه په اغېزمنه توګه اجرا شي. کابل ښاروال وویل: د ګذر وکیلان د ناحیو اساسي ستونزې ښې پېژني او د ښاروندۍ رول یې تل پياوړی او کارنده دی. ورپسې د ګذر وکیلانو د کرونا وېروس مسئلې زیان منونکو ټکو په برخه کې د ستونزو د څرګندولو تر څنګ له کرونا وېروس سره د مبارزې او د هغه د مخنیوي په برخه کې د کابل ښاروالۍ له لوري د پروګرامونو له عملي کېدو څخه مننه وکړه او د ګرځ‌بندیز او د چاپېریالي روغتیا ساتنې مسایلو ته د جدي پاملرنې په برخه کې یې همکاري اعلان کړه.