کابل ښاروالي د سطحي اوبو د مدیریت په موخه د بارانو په ورځو کې د خپل تنظیف ریاست په وسیله د ښار د زیاتو کانالونو او ویالو، چې له بده مرغه د ځينو ښاریانو له لوري د کثافاتو او خاورو د غورځولو له امله بند شوي دي، د پاکولو کار پیل کړی او په زیاتو سړکونو کې ډنډ شوې اوبه یې د خپلو ټانکرونو په وسیله مهارې کړې دي او دغه بهیر دوام لري، چې د زیان منونکو ټکو د سطحي اوبو د مهارولو په برخه کې یې ستونزې په قسمي ډول حل کړې دي.
په باران کې د ویالو پاکول او د سطحي اوبو مدیریت جریان لري
13 حمل 1399