د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستيال سيدالرحمن جلال په شلمه ناحیه کې د 125 متریک ټنه غنمو د وېش بهیر وڅاره. نوموړي په دې پروسه کې د دیني علماوو، د جوماتونو امامانو، امنیتي مسوولينو، د کابل ښاروالۍ کارمندانو او نورو دخيلو ادارو له هڅو د مننې تر څنګ د کابل ښار مستحقو ښاریانو ته د مرستې د دوام ډاډ ورکړ، چې د ولسمشرۍ عالي مقام د لارښوونې پر اساس پر هغو ښاریانو د مرستې وېشلو پروسه دوام لري، چې د کابل ښار د کرنتین له امله زیانمن شوي دی. د يادونې وړ ده چې پر ۲۵۰۰ فامیلونو په هر یوه ۵۰ کیلوګرامه مرسته ووېشل شوه.
په شلمه ناحیه کې پر مستحقینو غنم ووېشل شول
16 حمل 1399