الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د افغانستان د کسبګرو خونې او هټۍوالو له مشرتابه سره ولیدل

17 حمل 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی نن ماسپښین د افغانستان د کسبګرو خونې او هټۍوالو له مشر محمد حسن سپاهي او ځينو نورو مشرانو سره ولیدل او د ښار په اقتصاد، د ښاریانو د اړتیاوو په پوره کولو او له کرونا وېروس د مبارزې په برخه کې د کسبګرو د رول او د متقابلو همکاریو د ټينګښت په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال د دغه پاړکي د هر ډول ملاتړ ژمنه وکړه او هغه یې خپل لومړیتوب وګاڼه. په ورته وخت کې د افغانستان د کسبګرو خونې او هټۍوالو مشرتابه د کابل نوي ښاروال ته د مبارکۍ تر څنګ د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او ښاري نظم په اړه د کابل ښاروال ملاتړ اعلان کړ.