د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د دغه بنسټ د ۱۳۹۹ مالي کال پراختیايي پلان وارزوه

17 حمل 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی نن د کابل ښاروالۍ له مالي او اداري مرستیال سید الرحمن جلان او تخنیکي او ساختماني مرستیال محمد صدیق صاحبزي سره په یوه رسمي ناسته کې د دغه بنسټ د ۱۳۹۹ مالي کال پراختیایي او پرمختیايي پلانونه وازول او د دغو پلانونو د بډاینې لپاره یې خپل نظرونه وړاندې کړل. کابل ښاروال د ښاري اړتیاوو پر اساس د پلانونو اجرا کېدل یو لومړیتوب وګاڼه، ترڅو ستونزې کمې شي او کابل ښاریان سوکاله ژوند ته لار ومومي. نوموړي د ابادۍ او ټولګټو پروژو عملي کېدل د ناحیو د متوازنې پرمختیا د اصل پر اساس یوه اړتیا وګڼله او ښاري تاسیساتو ته له ښاري خدمتونو څخه د لرې او محرومو ناحیو د اوسېدونکو لاسرسی یې د دوی ښاري حق او جدي اړتیا وګڼله