الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سمسورتیا او تنظیفي کړنلاره وارزوله

18 حمل 1399

د چارو د انسجام او د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر د چټکتيا په موخه نن د روان کال د وري په ۱۷مه کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال او د ښاري او چاپېريالي خدمتونو مرستیالې ډاکټرې مهتاب عالمي په حضور د دغه بنسټ د مختلفو برخو د ارزونې په لړۍ د ښار د تنظیف او سمسورتيا کړنلارې او لارې چارې وارزولې او د لا اغېزمنتيا لپاره یې خپل نظرونه اضافه کړل. له بلې خوا کابل ښاروال د ښاریانو له لوري د ښاري فرهنګ په پام کې نیول یوه ملي، انساني او اړینه چاره وګڼله؛ د دغه بنسټ مسوولانو ته یې د جدي څارنې او د چاپېریال تخریبوونکو ته پر رسېدنې ټینګار وکړ او اړوندو برخو ته یې د خدمتونو د معیاري کولو د تجهیزاتو او امکاناتو د بشپړتيا لارښوونه وکړه. کابل ښاروال یادونه وکړه چې د ښار د عفوني ضد کولو د کار پر دوام سربېره، اړوندې برخې باید د مختلفو اصنافو له لوري روغتيايي او وقایوي مسایل پام کې نیول هم وڅاري.