الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاریانو له لوري روغتیايي توصیو ته پام کول اړین دي!

18 حمل 1399

کابل ښاروالۍ د ښاریانو د روغتیا او د چاپېریالي روغتیا ساتنې په پام کې نیولو په موخه د کرونا وېروس د مخنیوي لپاره د مختلفو اصنافو فعالیت کوونکو ته په دولسمه ناحیه کې په احمدشاه بابا مېنه او په څوارلسمه ناحیه کې په پغمان سیمه کې له ده پنبه څخه د قرغې بند تر ورودي دروازې پورې ساحو کې رستورانتونو، دوکانونو، نوشابه، برګر او چپس پلورنځيو ته خبرتیاوې ورکړې او بندې یې کړې او له سرغړوونکو سره یې قانوني چلند وکړ. د وقایې او کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه روغتیايي معیارونو ته پاملرنه کول اړین دي، نو له دې امله د ښار اصنافو ته پوهاوی او خبرتیا ورکول کېږي.