له نورو شرکتونو څخه یې هم وغوښتل چې له ښار او ښاریانو سره همکاري وکړي او په اوسنیو شرایطو کې چې د خیر دا ډول کارونو ته شدیده اړتیا لیدله کېږي، رامخکې شي او د مرستې لاس اوږد کړي. د دغه شرکت اجرايي رییس احمد بهزاد غیاثي ۳۰، زر ليتره د عفوني ضد مایع د انتقال ټانکرونه، ۱۰۰ د دوا پاشۍ ځانګړې جامې، ۱۰۰ بوتله کلورين مایع چې ۲ (۲ زره ليتره کلورين مایع) او ۱۰۰ د دواپاشۍ پمپونه د کابل ښاروالۍ مسوولينو ته تسلیم کړل.
نیټلیکس معلوماتي او د ټيکنالوژۍ شرکت کابل ښاروالۍ ته د ښار د عفوني ضد کولو لپاره یوه اندازه مواد او وسایل ورکړل
19 حمل 1399