کابل ښاروالۍ نن د بنیاد بیات په همکارۍ د کرونا وېروس د مخنیوي او وقایې لپاره د ښار ضد عفوني کولو ته دوام ورکړ. کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی له دغه بنسټ څخه د مننې تر څنګ هیله وکړه چې په دغه حساس پړاو کې د کرونا وېروس د مخنيوي لپاره اړینه ده چې یو بل ته لاس ورکړو او د کرونا وېروس له خطره د لسګونو هېوادوالو ژوند وژغورو. د دغه بنسټ فعالیتونه دوام لري، ښه ده چې د ضد عفوني موادو او نورو تجهیزاتو په چمتو کولو کې د خصوصي سکټور او ملي پانګوالو ملاتړ ولرو؛ ترڅو د کابل ښاروالۍ د امکاناتو تر څنګ د ښار د ټولو ساحو په ضد عفوني کولو کې مرستندوی او ګټور تمام
بنیاد بیات له کابل ښاروالۍ سره د ښار په ضدعفوني کولو کې ونډه واخیسته
21 حمل 1399