د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال محمد داود سلطان‌زوی‌ د ګذر وکیلانو د شوراګانو له رییسانو سره ناسته وکړه

23 حمل 1399

په دې ناسته کې چې نن له غرمې مخکې وشوه، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري خدمتونو معین مرستیال سرڅېړونکي محمد فاضل شریفي د ښار د ناحیو د ګذر وکیلانو د شوراګانو ځينې رییسانو ګډون پکې کړی و. په پيل کې کابل ښاروال پر شته وضعیت په ځانګړې پر ګرځبندیز او د بیړنیو حالاتو د لارو چارو په تطبیق کې د وکیلانو پر رول خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د ګذر وکیلان او کابل ښاروالي یو د بل لازم او ملزوم دي او ستاسو رول په ګذر او محل کې ډېر مهم او د پام وړ دی او باید له دغه ځایه سمه او غوره ګټه واخیستل شي او په واقعیت کې د حکومت کړنو ته لوری ورکړي. ‎ کابل ښاروال زیاته کړه: دلته په ځينو ځایونو کې د نه همکارۍ فرهنګ حاکم دی، باید چې د ښاري ژوند فرهنګ حاکم شي او په دې برخه کې یوازینۍ اغېزمنه او کارنده ټاکنه ستاسو د ګذر وکیلانو ځواک دی. د ګذر له نظمه تر تنظیف، سمسورتیا، د ښاري ژوند اساسي اصولو ته پام کول او تطبیقي لومړیتوبونه ټول ستاسو په همکارۍ پورې تړلي دي. نو باید موږ او تاسو د خلکو استازي باید یو بل ته لاس ورکړو، دغه تاریخي ښار ته خدمت وکړو او خپل کابل ته پرمختګ ورکړو. وروپسې د ګذر وکیلانو د شوراګانو د رییسانو د ګذر وکیلانو او کابل ښار د خلکو په استازۍ کابل ښاروال ته د هغه د مقررۍ تبریکي وویله او د همکارۍ د دوام ژمنه یې وکړه.